په کندهار پوهنتون کي د دوهم سميسټر آزمويني پېل سوې

د کندهار پوهنتون د (١٤٠١ل. – ١٤٠٢ل.) کال د دوهم سميسټر د تدريسي بهير تر پاى ته رسېدلو وروسته؛ نن دو شنبه د (۱۴۰۲ل.) کال د اسد د مياشتي پر (۹ مه) نېټه؛ په کندهار پوهنتون کي د آزمويني د کمېټې د پرېکړي سره سم؛ د ياد سميسټر آزمويني پېل سوې. د آزموينو د پېل سره سم د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي او د آزمويني کمېتې غړو د آزمويني صحنې وکتلې؛ د هغو څارنه ئې وکړه او محصلانو ته ئې په آزموينو کښي د شفافيت ډاډ ورکړ.
د يادوني وړ ده، چي يادي آزمويني به له نن ( اسد د مياشتي له نهمي) څخه بيا د يادي مياشتي تر پايه پوري دوام وکړي.