ټولو اداري کارمندانو ته د نبوي اخلاقو او د تعصب څخه د ځان ساتني بیان وسو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۵۸
image

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون ټولو اداري کارمندانو ته، دعوت او ارشاد آمریت د نبوي اخلاقو او د تعصب څخه د ځان ساتني اصلاحي بیان وکړ.

یاد بیان، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مفتي جمیل الرحمن وویل: د قرآن کریم د آیاتو او حدیثو اورېدل او د علماءکرامو بیانونه ته غوږ نیول زړه ته سکون ورکوي او په خپله اسلامي او دیني پوهه کښي مو لا نور زیاتوالی راولي؛ نو باید د خپلو اداري چارو ترڅنک په دیني مجلسو او بیانو کښي هم ګډون وکړو. مفتي جمیل الرحمن وویل: چي مسلمانانو ته ګټه رسول؛ خلکو ته ضرر نه رسول؛ زغم درلودل؛ په ورین تندي باندي د خلکو سره مخامخ کېدل؛ د نبوي اخلاقو څخه دي؛ همداراز په نبوي اخلاقو سره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم آوامر پر ځای کیږي؛ د جنت لار ده؛ د انسان په زړه کښي قوت پیدا کیږي؛ د انسانانو تر منځ شخړي او جنجالونه حلیږي؛ په نبوي اخلاقو سره د زړه سکون راځي او د انسانانو په زړونو کښي مينه پیدا کیږي.

ښاغلي مفتي جمیل الرحمن وویل: پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق» (زه د اخلاقو د ښېګڼو د بشپړولو له پاره رالېږل سوی یم).

وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د تعصب څخه د ځان ساتني او همداراز د تعصب کولو دؤنیاوي او اخروي تاوانو بیان وکړ او زیاته ئې کړه، چي په قرآن کریم کښي د تعصب څخه د ځان ساتني په اړه الله سبحانه وتعالی ویلي: "إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ" (الحجرات: ۱۰)

ژباړه: مؤمنان سره وروڼه دي؛ نو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ او د الله څخه وبېرېږئ، چي پر تاسي رحم وسي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ليس منا من دعا إلى عصبية وليس منا من قاتل على عصبية وليس منا من مات على عصبية). رواه أبو داود.

وروسته یاد بیان د دؤعا په کولو پای ته ورسېد.

نېټه:۱۴۰۳/۸/۱۵