وطن دانې

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۲۳
image

د اقتصاد پوهنځي محصلانو د «وطن دانې» صنعتي کمپنۍ څخه لیدنه وکړه

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو، د ښاغلي نوماند پوهنیار صالح محمد مومن په مشري، د عملي زده‌ کړي په موخه، د کندهار ښار په صنعتي پارک کي د «وطن دانې» صنعتي کمپنۍ څخه لیدنه وکړه.

د لیدني په پیل کي لومړی محصلانو د کمپنۍ لابراتوار وکوت؛ هغه ځای چي متخصصان اومه مواد: غنم، جوار، سویابین او د نورو کیفیت پکښي ارزوي. د یاد لابراتوار مسئولانو وویل: په دې ځای کښي یوازي هغه اومه مواد د تولید له پاره منل کيږي، چي ټاکل سوي معیاري شرایط پوره کړي.

وروسته محصلانو د کمپنۍ د تولیدي برخو څخه لیدنه وکړه او د ماشینرۍ، د تولید پروسې، د خامو موادو د پروسس او د کارکوونکو د فعالیتو په اړه ئې په عملي ډول معلومات ترلاسه کړل. د «وطن دانې» صنعتي کمپنۍ تولیدات تر ډېره د چرګانو دانه (فیډ) او غوړي دي، چي د معیاري آزموینو له تېرېدو وروسته تولیديږي.

د لیدني په جریان کښي د کمپنۍ مسئولانو د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وويل؛ محصلانو دا عملي سفر ګټور وباله او د يادي کمپنۍ له ښاغلو مسئولانو او د کندهار پوهنتون له محترمي رهبرۍ څخه ئې مننه وکړه، چي و دوی ته ئې د دې علمي سېر زمينه برابره کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۴