نوو محصلانو ته د کتابتون د پېژندني معلومات ورکړل سول
د شنبې په ورځ، د کمپیوټر ساینس، ښووني او روزني او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۲۴۰ نوو محصلانو ته د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون څخه تر لېدني وروسته د یاد کتابتون په هکله د کتابتون مسئولانو معلومات ورکړل.
د کتابتون څخه د لیدني پر مهال د کتابتون مسئولانو، نوو محصلانو ته د علامه حبیبي کتابتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندي کړل او هغوی ته ئې د کتابتون څخه د ګټي اخیستنی طرزالعمل تشرېح کړ.
وروسته د کتابتون مسئولانو له محصلانو څخه غوښتنه وکړه؛ چي له کتابتون څخه منظمه استفاده وکړي او د مطالعې له پاره وخت پر وخت کتابونه ترلاسه او ګټه ځني واخلي.
د یادوني وړ ده، چي علامه حبیبي کتابتون په نوې بڼه د استادانو او محصلانو د مطالعې له پاره چمتو دئ او هڅه کېږي، چي د کتابو او تجهیزاتو له اړخه نور هم غني کړل سي.