محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وسو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۱۴
image

محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وسو

د کندهار پوهنتون په عمومي مسجد کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د افغانستان اسلامي امارت د ستري محکمې قضايي مرستيال محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله منير صاحب (په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي، د ږیري د خرېیلو زیانونه) موضوع تشريح او بیان کړه، چي پر مهال ئې د ښووني او روزني، شرعياتو او ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځیو سلونه محصلان او محترم استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د داسي علمي او اسلامي بیانو پر ارزښت خبري وکړې او له محصلانو ئې وغوښتل، چي د غونډي ټول موضوعات په پوره توجه واوري.

 وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د ستري محکمې قضايي مرستيال محترم شیخ الحدیث مولوي نورالله منير صاحب د خپلو خبرو په شروع کي؛ په دنيا کي د مسلمان د ژوند اصلي موخي په اړه تفصیلي وینا وکړه؛ هغه وویل: موږ دې دنیا ته د خپل ځان او خپل خالق د پېژندني له پاره راغلي یو؛ زموږ د ژوند هدف باید معلوم يي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، چي څوک زما اطاعت وکړي، هغه به جنت ته داخل سي؛ که خپل ژوند د قرآن کریم د لارښوونو او سنتو مطابق برابر کړو؛ نو هيڅکله به له لاري ونه وځو.

دغه راز شېخ صاحب د ټاکل سوي موضوع، چي «په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي او د ږیري د خرېیلو زیانونه» وه، په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رؤڼا کي موضوعات وړاندي کړل او د ږیري پرېښودلو دیني، اخلاقي او ټولنیزي ګټي ئې په هر اړخيز ډول بیان کړې؛ همدارنګه ئې د ږیري د خرېیلو د زیانو په اړه هم خبري وکړې او د ږیري خرېيل ئې د سنتو خلاف عمل او لويه ګناه وبلله.

د بيان په وروستيو کښي د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وويل سول او بيانونه د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېدل.

نېټه: ١٤٤٧/١٠/٢١