محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیانونه وسوه

د کندهار پوهنتون په مسجد کي، د دعوت او ارشاد آمریت د محصلانو د انسجام آمریت په همکارۍ، د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مرستیال محترم شېخ الحدیث مولوي سید احمد سعيد صاحب، محصلانو ته، په اسلام کي د علم اهداف او ارزښت په اړه اصلاحي بیان وکړ.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلی مولوي فضل احمد فضلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او داسي علمي او اسلامي بیانو پر ارزښت خبري وکړې او له محصلانو ئې وغوښتل، چي د غونډي ټول موضوعات په پوره توجه واوري.
وروسته د د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مرستیال محترم شېخ الحدیث مولوي سید احمد سعيد صاحب د علم فضیلت ته په اشاره وویل: چي اسلام د علم زده کړه د هر مسلمان له پاره فرض ګرځولې ده او د علم ترلاسه کول نه ېوازي د دؤنیا له پاره؛ بلکي د آخرت د بریا له پاره هم اړین دئ. هغه زیاته کړه؛ چي علم د انسان ژوند ته روښنايي ورکوي او د حق او باطل ترمېنځ د توپیر وسیله ده.
نوموړي د اسلامي تاریخ لویو عالمانو ته اشاره وکړه و وې (وه ئې) ویل: چي مسلمانانو تل د علم په ډګر کي مخکښ رول لوبولی، او نن ورځ هم که محصلان د اسلامي شریعت له اصولو سره سم، په اخلاص او صداقت زده کړي وکړي؛ نو زموږ ټولنه به د علم، اخلاقو او پرمختګ نمونې ته واوړي.
شېخ صاحب محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي خپلو درسونو ته جدي پاملرنه وکړي، د اسلامي ارزښتونو مطابق ژوند وکړي او د ټولني د اصلاح او پرمختګ له پاره کار وکړي؛ هغه زياته وکړ، چي پوهنتون ېوازي د مسلکي زده کړو ځای نه دئ؛ بلکي د شخصیت روزني، اخلاقو ته پام، او د دیني او دؤنیاوي پوهې د ېووالي فرصت هم دئ.
ورپسې، د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، محصلانو ته، په اسلام کي د ځوانانو مسئوليتو په اړه وینا وکړه. هغه د غونډې ګډونوالو له دې امله مننه وکړه، چي د غونډي تر پایه حاضر ؤ؛ هغه وویل: "موږ تاسي ته هیله لرو، چي ټولنه اصلاح کړئ، خلکو ته خدمت وکړئ او ېوه پرمختللې ټولنه رامنځته کړئ؛ د خپلو استادانو او علماؤ کرامو خبرو ته ښه غوږ ونیسئ او عملي ئې کړئ."
په پای کي، شېخ صاحب د صبر، استقامت، اخلاص، او د اسلامي ارزښتونو د ساتلو پر اهمیت تفصیلي خبري وکړې او شېخ صاحب محصلانو ته وویل: "ګورئ، محصلانو! تاسو بختور یاست، چي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ستاسو پوهنتون ته راغلی ؤ؛ تاسي ته ئې بیان وکړ او د دواړو علومو پر زده کولو ئې ټینګار وکړ؛ نو هڅه وکړئ چې خپل ټول کړهوړه د اسلامي شریعت مطابق برابر کړئ، خپل ژوند د اسلامي قوانینو په رؤڼا کي تېر کړئ، خپلو درسونو ته پر وخت حاضر سئ، او زدهکړو ته جدي پاملرنه وکړئ."
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۷