فکري روزني سیالۍ

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۶:۳۳
image

د ځوان نسل فکري روزني سیالۍ تحریري آزموینه واخیستل سوه

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د بېلابېلو پوهنځیو له محصلانو څخه د ځوان نسل فکري روزني سیالۍ تحریري آزموینه واخیستله، چي د څار او ارزوني پر مهال ئې د رهبرۍ محترم غړي، د شرعیاتو پوهنځي ښاغلي استادان او د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت کارکوونکي حاضر ول.

 

د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر محترم مولوي محمد معصوم زاهد د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د دغي سیالۍ له پاره درې اونۍ وړاندي نوملیکنه پیل سوې وه، چي سلونو (سلګونو) محصلانو نومونه ور ته ليکلي ول؛ د ده په خبره، د سیالۍ له بشپړېدو وروسته به هغه محصلان، چي لوړي نؤمرې ترلاسه کړي؛ د ستايني او تشويق له پاره به جائزې او تحفې ورکول سي.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۸