علم الهي امانت دئ
دا څرګندونه د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې زرونو (زرګونو) محصلانو ته وکړې او هم ئې هغو ته د خپل اصلاحي بیان پر مهال بېلابېلي اصلاحي لارښووني وکړې.
په سر کښي شیخ صاحب د ټولو محصلانو ترڅنګ په ځانګړي ډول د بُست پوهنتون د طب پوهنځي هغو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، چي د علمي سېر په موخه کندهار پوهنتون ته راغلي ول او په دې علمي او اصلاحي مجلس کې ئې ګډون کړی وو. شیخ صاحب وویل: نننۍ د بیان موضوع د علم ارزښت او په علم عمل کول دي؛ الله تعالی په قرآن کریم کي فرمايي؛ يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ. ژباړه: زه چي چا ته وغواړم پوهه او حکمت وربخښم او څوک چي پوهه او حکمت تر لاسه کړي؛ نو بېشکه ډېر ستر خیر ئې پيدا کړی دئ؛ خو دا خبره یوازي د عقل او فکر خاوندان درک کوي. هغه د قرآن کریم د دې آیاتو په رؤڼا کي د علم مقام ته اشاره وکړه او وې ویل: الله تعالی علم هغه چا ته ورکوي، چي ورته خوښ يي او دا د الهي فضل ستر نعمت دئ، علم د الفاظو او معلوماتو د ترلاسه کولو تر څنګ په علم عمل کول د حقیقي بریا لاره ده.
شیخ صاحب محصلانو ته وویل: تاسي د ټولني قدرمن قشر یاست او سبا به د ډاکټرانو، انجنیرانو، د شرعي علومو د عالمانو او نورو مسلکي برخو د متخصصانو په توګه ټولني ته د خدمت په موخه ور فارغه کېږى؛ خو دا هغه وخت کېدلای سي، چي د زده کړو پر مهال په خپلو درسونو کي ډېر زحمت وکاږى، د بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړئ، خپل فکر او پام مطالعې ته کړى، د ټلیفون له بې ځایه استعمال څخه ځان وساتئ، د آزموینو پر مهال له نقل څخه کلکه ډډه وکړئ او د تحصیلي دورې پر مهال صبر، زغم او حوصله خپل شعار وګرځوئ! شیخ صاحب زیاته کړه؛ چي علم په آسانۍ لاس ته نه دئ راغلی، دا د پېړیو – پېړیو د علماوو د زحمتو، هڅو او قربانیو پایله ده؛ نو لازمه ده، چي محصلان دا الهي امانت په خپل عمل، اخلاقو او خدمت سره وساتي او د دې ترڅنګ په خپل علم عمل وکړي او خپل ژوند، اخلاق او چلند د اسلامي شریعت له اصولو سره سم برابر کړي.
هغه محصلانو ته ډاډ ورکړ، چي د کندهار پوهنتون رهبري ستاسي له پاره د عملي کار، ظرفیت لوړوني او د زده کړو په هره برخه کي زمینه برابره کړې ده او له دې وروسته به تاسي ته ستاسي د عصري علومو ترڅنګ د دیني زده کړو له پاره هم آسانتیاوي برابري سي او د ظرفیت لوړوني بېلابېل کورسونه به لا پراخ سي.
په پای کي، شیخ صاحب محصلانو ته لارښوونه وکړه، چي خپل ټول ژوند په ادب، اخلاقو او د الله تعالى جل حلاله له لارښوونو سره سم تېر کړي، د خپلو ښوونکو، علماء کرامو او مشرانو احترام وکړي، او د خپل دیني او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کي پاکوالی، صداقت، عاجزي او اخلاص مراعت کړي، په خپلو منځو کي همېشه شفقت وکړي؛ يو د بل قدر او احترام وکړي؛ وروسته ئې ټولو محصلانو ته د دؤعا په کولو سره مجلس پای ته ورساوه.