شيوخو کرامو و محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیان وکړ

د کندهار پوهنتون په مسجد کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ دا ځل د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د افغانستان د اسلامي امارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعليم او تربيې مسئول محترم شېخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب د (انسان او ټولو مخلوقاتو پیدایښت د قرآني آیاتو او حديثو په رؤنا کي) تشريح او بیان کړ، چي پر مهال ئې د ژبو او ادبیاتو، اقتصاد، عامه اداره او پاليسي، ژورناليزم او عامه اړيکي او ښووني او روزني پوهنځیو سلونه (سلګونه) محصلان او محترم استادان حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمريت آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب راغلي مېلمه محترم شېخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب ته ښه راغلاست ووايه؛ او وې (وه ئې) ويل: د شيوخو کرامو دا درسونه ادامه لري او د مهال وېش مطابق به، په هر سيميسټر کي بېلابېل شيوخ کرام محصلانو ته اصلاحي او عقیدتي بیانونه کوي.
وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د ۲۰۵ البد قول اردو د تعليم او تربيې مسئول محترم شېخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب د خپلو خبرو په پېل کي پر علم، د شریعت مطابق پر زده کړو او د انسان د پیدایښت پر موخو هر اړخیزي خبري وکړې او وې ویل: د اسلامي امارت مجاهدینو، که په سیاسي ډګر کي يي او که په نظامي ډګر کي يي، تل ئې کفارو ته ماته ورکړې ده؛ دا زموږ له پاره ېو ستر نعمت دئ، چي نن اسلامي نظام حاکم سوی دئ؛ موږ باید تل د الله تعالی شکر ادا کړو، چي داسي امیرالمؤمنین حفظهالله ئې را باندي حاکم کړی، چي د قرآن کریم د احکامو او سنتو مطابق رهبري کوي.
شېخ صاحب پر محصلانو ږغ وکړ، چي تاسي باید خپل سیرت او صورت دواړه، د اسلامي شریعت سره برابر کړئ؛ هغه څوک بریالي دي، چي دیني او عصري دواړه علوم ترلاسه کړي؛ خو دا زده کړه باید د اسلام له چوکاټه دباندي نه يي؛ همداراز ئې وویل: اسلامي شریعت هېڅکله خلک له عصري علومو، نوښت او کشفوُنو څخه نه راګرځوي؛ خو دا شرط لري، چي دا علوم د اسلامي اصولو مطابق يي؛ هر علمي یا مسلکي فعالیت باید د دیني ارزښتو په چوکاټ کي وسي.
شېخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کي، د انسان پیدایښت او د ټولو مخلوقاتو پیدایښت د قرآني آیاتو او حديثو په رؤنا کي په تفصيل سره بیان کړ او وې ويل: الله جل جلاله د نړۍ ټول مخلوقات د ېو حکمت او هدف له پاره پیدا کړي دي؛ هر څه د هغه د ارادې او قدرت له مخه پیدا سوي؛ انسانان، حیوانان، نباتان، اسمانونه، ستورى او نور ټول مخلوقات د الله تعالی د قدرت نخښي دي؛ دا پیدایښت بې هدفه نه دئ؛ بلکي الله تعالی هر څه د خپل تقدیر او نظم له مخه تنظیم کړي دي.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۹