شل سلنه آزمویني به د (۱۴۰۲ ه ش) کال د عقرب د میاشتي پر( ۶ مه) نېټه د شنبې په ورځ پېل سي
د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي په مشرۍ دآزمویني کمېټې نوبتي غونډه وسوه.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه، په پېل کي د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، چي په ټولو پوهنځیو کي سميسټرونه د پلان له مخه په منظمه توګه دوام لري؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به د روان سميسټر شل سلنه آزمویني د (۱۴۰۲ ه ش) کال د عقرب د میاشتي پر ( ۶ مه) نېټه د شنبې په ورځ پېل سي، چي د همدې میاشتي تر ( ۲۰ مي) نيټې پوري دوام ولري.
ورپسې د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د آزمویني پر نظم، آزمویني ته د محصلانو پر وخت راتګ او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیزه بحث او خبري وکړې؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وسوې.
وروسته غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.