د (OBE_SCL)دوولس ورځنی ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۸:۵۷
/

د (۱۴۰۱ل.)کال د حوت د مياشتي پر (۱۶مه) نېټه کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) د  (OBE_SCL)روزنيز دوولس ورځنى ورکشاپ د انسټو پوهنتون، کندهار پوهنتون، روزګان، ډايکنډي او زابل د لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره پېل کړ .

د ورکشاپ په پېل کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) آمر پوهنمل عطاء الله محمدي وويل: د (OBE-SCL)  يا د محصل (شاګرد) محورۍ او د پايلي پر بنسټ د زدکړي سیسټم؛ د لوړو زده کړو وزارت د سټراټیژیک پلان یوه برخه ده، چي د کندهار پوهنتون رهبرۍ د ذکر سوي سیسټم د ښه سمون په موخه د پلي کېدو ژمنتیا ښودلې ده.

ښاغلي محمدي زياته کړه، چي د محصل محورۍ او پايلي پر بنسټ د زده کړو مېتودونه داسي تدریسي مېتودونه دي، چي د نړۍ په زیاترو پوهنتونونو کي ګټه ځني اخیستله کیږي او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم هڅه کوي؛ تر څو دغه مېتودونه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کي پلي کړي.

دا ورکشاپ د پوهندوی ډاکټر زرغون ترين، پوهنيار عزيزاحمد کاکړ، پوهنمل حشمت الله ترين، پوهنيار عبدالاحد زاهد او پوهنمل عطاء الله محمدي له خوا پر مخ وړل کيږي، چي د (۱۴۰۱ل.)کال د حوت د مياشتي تر (۲۸مي) نېټې پوري به دوام ولري او د ورکشاپ په پای کي به و ګډونوالو ته تصديق پاڼي هم ورکړلي سي.