د (Google Classroom) په نوم ورکشاپ دائر سو
د پنجشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختيايي مرکز او د برېښنايي زدکړو کمېټې د ګډ پلان پر اساس ، پوهنمل عطاء الله محمدي د ياد مرکز د غونډو په تالار کښي، د (Google Classroom) په نامه ورکشاپ دائر کړ، چي پر مهال ئې لسونه محصلانو حاضر ول.
د ياد ورکشاپ په پېل کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي وویل: ټکنالوجي په اوسني عصر کښي د زدکړي ډېره اړينه لاره ده، چي په وسيله ئې نړۍ تقريبا خپلي ډېري کړني په ټکنالوجي سره ترسره کوي؛ نو اړينه ده، چي په ټکنالوجي او د ټکنالوجۍ له لاري له بېلابېلو آسانتياؤ سره ځانونه آشنا کړو؛ هغه زده کړو او په ورځني ژوند کښي استفاده ځني وکړو؛
ښاغلي محمدي په دې ورکشاپ کښي تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ محصلانو ته په Google Mail يا (Gmail) کښي اکاونټ جوړ کړ، بيا ئې په Google Apps کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل، ورپسې ئې په اصلي موضوع (Google Classroom) پېل وکړ، او يادو کسانو ته ئې ټولي هغه لاري چاري ور وښوولې، چي د ګوګل کلاس روم څخه د بشپړي ګټي اخيستي په وخت کښي کاريږي او بيا ئې ويل سوي سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل؛
د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.