د کیفیت د تضمین او لوړاوي نوبتي غونډه وسوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۳۰
/

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړاوي اوومه نوبتي غونده وسوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړاوي آمر پوهنيار عبداالاحد زاهد او د پوهنځيو د کیفیت د تضمین د کمېټو مسئولانو ګډون کړی وو.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، لومړی د کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د مسئولانو هڅي وستایلې او خوښي ئې وښووله، چي د پخوا په څېر کندهار پوهنتون اوس هم د سيمي په سطحه معتبر پوهنتون دئ.

ورپسې د علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان په خپلو خبرو کي د پوهنتون او پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسئولانو د هڅو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ستاينه او قدرداني وکړه؛ ښاغلي چوپان د کیفیت د تضمین د ارزښت او د پوهنتون د اعتبار ساتلو په اړه ارزونه، چي په نږدې راتلونکي کښي به پېل سي، خبري وکړې او غوښتنه ئې وکړه، چي د پوهنځيو د کیفیت د تضمین د کمېټې له خوا دي د خپلو پوهنځيو د کمېټو ارزونه وسي او راپور دي د پوهنتون د کیفیت د تضمین آمريت سره شريک کړل سي.

وروسته پر ځينو مهمو موضوعاتو د غونډي د ګډونوالو نظرونه واورېدل سول هرازخيزي او لازمي پریکړي وسوې او وروسته غونډه د دؤعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.