د کندهار پوهنتون پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلانو سره وکتل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۸:۵۱
travel

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کښي، د هلمند پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلانو سره وکتل.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي، د هلمند پوهنتون رئېس شیخ حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني" ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي د ېو معتبر علمي بنسټ درانه غړي یاد پوهنتون ته تشریف وروړي او خپلي مشورې، نظریات او علمي موضوعات ورسره شریکوي.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي په خپل وینا کښي وویل: د مسلمانانو ترمنځ اتفاق، ېوالی، پېرزوینه او مهرباني باید داسي يي؛ لکه د دېوال خښتي، چي ېوه ئې له بلي سره مښتې او ېو مستحکم جوړښت ئې رامنځته کړی یي.

هغه زیاته کړه، چي د مسلمانانو بریا په ېوالي او همږغۍ کښي نغښتې ده، الله تعالی د خپل رسول ﷺ او د هغه د ملګرو صفت په خپل منځي ترحم او پر کفارو په تشدد سره کړی دئ؛ نو په کار ده چي موږ او تاسي د خپل منځي أخوة او ورورولۍ په مټ افغانستان په ځان بسیا کړو.

ښاغلي طیبي د ښې رهبرۍ په ځانګړونو کښي د همږغۍ او همکارۍ په اړه خبري وکړلې او زیاته ئې کړه، چي د کندهار پوهنتون ټول کهول د هلمند پوهنتون سره د هر راز همکارۍ په برخه کښي چمتو دئ.

یاده غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.