د کندهار پوهنتون محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځيو ۷۰ محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ او هلته ئې د دباندنیو چارو وزارت، کابل پوهنتون، عبدالله بن مسعود رض جامعه، د عدلیې وزارت، ملي موزيم، د کابل تاریخي او سیاحتي ځایو (د بابر بڼ، شهدای صالحین او پغمان دره) څخه لیدنه وکړه.
د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس، محترم پوهنمل محمد صادق حریفال، د شرعياتو پوهنځي استاد، محترم حافظ نورالله نیازمند، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد محترم فريد احمد امرخېل او د ياد پوهنځي مرستيال او استاد محترم امیر جان الهام، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کي پوره معلومات ورکړل.
همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د دوی د عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اوږدمهاله مهم علمي سفرونه برابروي.
د یادوني وړ ده، چي محصلانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد صاحب سره هم وکتل، چي په دې کتنه کي پر بېلابېلو موضوعاتو ارزښتناکي خبري وسوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۴