د کندهار پوهنتون محصلانو د هرات پوهنتون تر څنګ؛ د هرات تاریخي او سیاحتي سیمو ته علمي سېر وکړ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر محترم مولوي محمد معصوم زاهد په مشري د عامه ادارې او پالیسي او شرعیاتو پوهنځيو ۸۵ محصلانو هرات پوهنتون ته پنځه ورځنی علمي سېر وکړ او هلته ئې د ياد ولایت د تاريخي او سياحتي ځايو (د هرات تاريخي جامع، اختيارالدين کلا، مولانا جامي زيارت، د هرات ښاروالي، د اطلاعاتو او کلتور رياست او خواجه عبدالله انصاري زیارت) څخه لیدنه وکړه
د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر محترم مولوي محمد معصوم زاهد چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په هرات کي د اړوندو ټولو برخو له مسئلانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کښي پوره معلومات ورکړل.
همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د دوی د عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اوږدمهاله مهم علمي سفرونه برابروي.
د یادولو وړه ده، چي هرات ولایت د افغانستان په لوېدیځ کي لرغونی او تاریخي ولایت دئ، چي زيات تاريخي او سياحتي ځايونه لري او د تاریخ په لحاظ ئې تاريخي ځايو د هيواد په داخل او دباندي کښي د خلکو پام ځان ته را اړولی دئ؛ همداراز هرات د تاريخي ځايو د درلودلو ترڅنګ د اولياؤ خاوره هم ياديږي، چي زياتو اولياؤ په دغه خاوره کښي ژوند کړی او د لاسونو نخښي ئې تر اوسه پاته دي، چي د افغانستان ليري او نږدې ولايتو څخه د ليدني په موخه زرونه خلګ هلته ته ورځي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۶