د کندهار پوهنتون محصلانو د دباندنیو چارو وزارت له قدرمن وزیر سره وکتل

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳۸
image



د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځيو ۷۰ محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ او هلته ئې د دباندنیو چارو وزارت له قدرمن وزیر، مولوي امیر خان متقي صاحب سره وکتل، چي پر مهال ئې د یاد وزارت د دفتر رئېس محترم مفتي صاحب محب الله وثیق، د یاد وزارت نور مسئولان، د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځي استادان او محصلان حاضر ول.

د ناستي په پېل کي، د دباندنیو چارو وزارت قدرمن وزیر، مولوي امیر خان متقي صاحب ټولو استادانو او محصلانو ته، د ښه راغلاست ويلو تر څنګ، و دباندنیو چارو وزارت ته د دوی راتګ وستايه. وروسته د محصلانو په استازیتوب حافظ محمد او د استادانو په استازیتوب د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس، پوهنمل محمد صادق حریفال خبري وکړې. ښاغلي حریفال د خپلو خبرو په پېل کي د کندهار پوهنتون د علمي پرمختګو او لاسته راوړنو یادونه وکړه، د دباندني سیاست په اړه ئې خپل لیدلوری شریک کړ او هيله ئې وښودله، چي دا ډول ناستي دي دوام پیدا وکړي.

ورپسې، د دباندنیو چارو وزارت قدرمن وزیر، مولوي امیر خان متقي د هيواد د اوسني وضعیت، د اسلامي امارت د دباندني سیاست د اصولو، نړۍوالو اړیکو، سیاسي تعامل او د ځوان نسل پر ونډه تفصیلي خبري وکړې. هغه محصلان و نورو لوړ زده کړو ته وهڅول او استادانو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي محصلان دي په علمي، ملي او سیاسي لحاظ ښه وروزي؛ ځکه سبا ورځ د هيواد د رهبرۍ مسئولیت دوی ته سپارل کېږي.

د ناستي په پای کي محصلانو له وزیر صاحب څخه په ځينو برخو کي پوښتني وکړې، خپل نظریات ئې ورسره شریک کړل او د دباندنیو چارو له وزارت سره ئې د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندهار پوهنتون محصلان د دې ناستي له امله د دباندنیو چارو وزارت د ټولو مسئولانو، په ځانګړي ډول د دفتر له رئېس مفتي محب‌الله وثیق صاحب څخه مننه کوي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۴