د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره د ټولو پوهنځیو د ارزوني معلومات شريک کړل سول

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د اکاډیمیکو چارو د نظارت او ارزوني ریاست راغلي هیئت، په کندهار پوهنتون کي د خپلي ارزوني د معلوماتو شریکولو په موخه د پوهنتون د ټولو پوهنځیو له محترمو رئېسانو، استادانو او اړوندو ادارو له مسئولانو سره ناسته وکړه.
د يادي ناستي په پېل کي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او زياته ئې کړه: په هره اداره کي نظارت او ارزونه د پرمختګ بنسټیز اصل دئ؛ د لوړو زدهکړو له محترم وزارت څخه ځانګړې مننه کوم، چي د کندهار پوهنتون د ارزوني له پاره ئې هیئت راولېږی؛ تر څو د کندهار پوهنتون په هغو برخو کښي اصطلاحات راسي، چي د لا نور پرمختګ سبب کيږي.
وروسته د امارتي لیسانس د نظارت او ارزیابۍ آمر قاري سیدالرحمن منیب وویل: الحمدلله، نن اسلامي نظام حاکم دئ؛ دا د ویاړ ځای دئ، چي ادارې مو تر بل هر وخت پاکي، منظمي او د اصولو مطابق رواني دي؛ هغه زیاته کړه: موږ د کندهار پوهنتون د زدهکړئيز چاپېریال، نظم، محصلانو رضایت او تحصیلي بهیر له نژدې و ارزاوه، چي زیاتره برخي ئې مثبتي وې، محصلان خوښ ول او درسونه ئې منظم روان ول.
په پای کي، د ناستي ګډونوالو ته د ارزوني مثبت او منفي ټکي وړاندي او شریک سول او دواړو خواؤ د اصلاحاتو له پاره د همکاريو ډاډ څرګند کړ.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۲