د کندهار پوهنتون طب پوهنځي د  ماسټرۍ (MPH) برنامې د نوم ليکني او د تدريس د شروع خبرتيا!

kdru_admin
/

د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت، د طب پوهنځي د ماسټرۍ (MPH) برنامې  ټولو هغه بریالیو ډاکټرانو ته، چي د کانکور په آزموینه کي بریالي سوي دي؛ خبر ورکوي، چي د رواني اسد میاشتي د (۱۵مي) نېټې (يک شنبه) څخه، بیا تر (۱۹ مي) نېټې (پنجشنبه) پوري؛ د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت ته د نوم لیکني له پاره تشریف راوړي.
یادونه: د یادي ماسټري (MPH) برنامې تدريس به د ۲۱/اسد/۱۴۰۲ل. نېټه رسماً پېل سي.
د ماسټرۍ برنامې د نوم لیکني له پاره شرایط او لازم اسناد
١: د تحصيلي اسنادو اصل باید موجود يي؛
٢: ستاژ دورې ترانسکریپټ او دوې رنګه کاپي؛
٣: اصلي ډیپلوم او دوې رنګه کاپي؛
٤: اصلي ټرانسکریپټ او دوې رنګه کاپي؛
٥: اصلي تذکره او دوې رنګه کاپي؛
٦: دوه عکسونه.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۲۰
Background image

د ماسټرۍ برنامو او شپې پوهنځیو د کانکور آزموینه واخيستله سوه

د جمعې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د آزموینو د ملي ادارې د کندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو، د شپې پوهنځیو، او د ماليې وزارت اړوند د نفت او ګاز دولتي شرکت؛ د . . .

شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

د انګلېسي ژبي د کورس د پېل خبرتیا‌

هغه محصلان چي د انګلېسي ژبي له پاره ئې نوم لیکنه کړې ده؛ خبر ورکول کیږي، چي راتلونکې دو شنبه (۸ – لړم – ۱۴۰۲) د صـنف شروع او حاضرۍ ترتیبیږي؛ هیله ده پر ټاکلي وخت د پوهنتون د غونډو عمومي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۴۳
Background image

کندهار پوهنتون د کار و اهل کار ته د سپارلو په موخه، لاندي خالي (۴ او ۵) بستونه د آزادي سیالۍ له لاري اعلان ته سپارلي.

کاندیدان کولای سي، چي د کاندیدۍ فورمې د کندهار ولایت د بشري سرچینو د ریاست او د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د پېل نېټه: ۱۴۰۲/۷/۲۷

د پای نېټه: ۱۴۰۲/۸/۶

Back to announcements