د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د پوهنځیو رئیسانو د بامیان پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو بېلابېلو ولایتونو ته د علمي سیر په لړ کښي د بامیان پوهنتون څخه لیدنه وکړه او هم ئې د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره د علمي همکاریو د پراختیا په موخه ناسته وکړه.
د ناستي په پیل کښي د بامیان پوهنتون رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني صاحب، د کندهار پوهنتون ټولو د رهبرۍ غړو او د پوهنځیو رئیسانو ته ښه راغلاست ووايه؛ ورپسې ئې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړاوي، علمي همکاریو، د تجربو تبادلې او د دواړو پوهنتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبري وکړې.
ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب د دواړو پوهنتونو ترمنځ د علمي همکاریو پر پراختیا خبري وکړې؛ دغه راز ئې د باميان پوهنتون رهبرۍ او کادري غړو ته، په کندهار پوهنتون کښي د جوړېدونکي نړۍوال کنفرانس له پاره د ګډون کولو بلنه هم ورکړه.
وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب د کندهار پوهنتون د پېژندني اړوند پرېزنټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د پوهنتون علمي، تدریسي، څېړنیزو او انکشافي فعالیتو په اړه هر اړخیز معلومات شریک سول.
په پای کښي د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب د کندهار پوهنتون د جوړېدونکي نړۍوال کنفرانس په اړه معلومات وړاندي کړل او د څېړنو اړوند ډیټابېسونه او علمي سرچینې ئې د بامیان پوهنتون له مسئولانو سره شریکي کړې.
د يادولو وړ ده، چي په دې غونډه کښي د بامیان او کندهار پوهنتونو ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې تدریس، څېړني، علمي ظرفیت لوړوني او د دواړو ادارو ترمنځ ګډي همکارۍ کيږي.
ڼېټه: ۱۴۴۸/۱/۲۶
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت