د کندهار پوهنتون رئېس او ورسره پلاوي له لمر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه
د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم، د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاري او د دعوت او ارشاد آمریت آمر م. فضل احمد فضلي له لمر لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
د لیدني په پېل کي د یادي مؤسسې رهبري غړو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو فعالیتونو، سټراټېژیکو موخو او د دعوت و ارشاد آمریت آمر اړوند ئې د خپلو وروستیو فعالیتونو معلومات وړاندي کړل.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم وینا وکړله، هغه د لوړو زده کړو په برخه کي د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو پر همکاري او اړتیا مفصل بحث وکړ؛ هغه د لمر لوړو زده کړو مؤسسې له ترسره کړو فعالیتو هم مننه وکړه او هغوی ته ئې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لیدني په وروستیو کي د کندهار پوهنتون رئېس او ور سره مل پلاوي د لمر لوړو زده کړو مؤسسې له دعوت او ارشاد آمریت، بېلابېلو ادارو، ټولګیو او چاپېريال څخه لیدنه وکړه.