د کندهار پوهنتون د نشراتو کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

د (۱۴۴۵ هـ ق) کال د محرم پر (۱۴مه) د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي د نشراتو کمېټې پنځم پروتوکول غونډه، د دې کمېټې د مسئول پوهنیار عبدالخالق چوپان په مشري، د قران کريم د څو مبارکو آياتو په تلاوت کولو سره دائره سوه، چي تر څنګ ئې د دې کمېټې اړوند د پوهنځیو د نشراتو کمېټو مسئولانو، د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر او عامه پوهاوي او اړیکو عمومي مدیر ګډون درلود.
د غونډي په پېل کي ښاغلي چوپان صاحب د يادي کمېټي غړو ته ښه راغلاست ووایه، د کمېټې پر اجنډا ئې لنډه بحث وکړ؛ د تېرو پرېکړو په اړه ئې پوښتنه وکړه او د کندهار پوهنتون د دوو علمي – ملي ژورنالونو: منډيګک او نارنج د جوازو د نوي کېدلو په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل؛ هغه د يادو ژورنالو د جوازو په نوي کولو کښي د پوهنيار نصيراحمد تائيد، پوهنيار فضل الرحمن سهېل او پوهنمل عطاء الله محمدي هڅي وستايلې او کورودانى ئې ورته ووايه؛ ښاغلي چوپان همداراز وويل، چي د همدې غونډي څخه به د هر استاد څېړنيز، ترفيعي او تاليفي اثر؛ وزارت ته تر استولو مخکي په نشراتو کمېټه کښي کتل کيږي او د دې کمېټې تر تائيد وروسته بې نور مراحل بشپړيږي؛ هغه تر همدې خبرو وروسته د کمېټې غړو ته د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهندوی محمد حاکم شریعتي تالیف (د اسلام قضايي نظام) د کمېټې غړو ته وړاندي کړ، چي تر کره کتني وروسته ئې په اړه لازمي لارښووني وسوې.
همدارنګه د کندهار پوهنتون په ویب سایټ کي د محصلانو د لیکنو له پاره؛ د ځانګړي کالم پر زياتولو بحث وسو؛ ټولو ګډونوالو تائيد کړ او ورپسې پر اړوند نورو متفرقه مسایلو بحث وسو، او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.