د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت خبرتیا!

د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د لوړو زده کړو مینه والو ته خبر ورکوي، چي د طب پوهنځي د ماسټري برنامې، ۱۴م پاسانو او د شبانه پوهنځیو فورمې رارسېدلي دي، پر شرایطو برابر غوښتونکي دي د رواني ثور میاشتي له 11 نېټې څخه بیا د همدې مياشتي تر 21 نېټې پوري د یادو فورمو د تر لاسه کولو په موخه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت ته مراجعه وکړي
شرایط :
د ماسټري برنامې له پاره شرايط :
• غوښتونکی باید د صحي علومو د پوهنځي څخه فارغ وي.
• د غوښتونکي د نمراتو د سلني اوسط باید تر ۶۵ کم نه وي.
• تحصیلي اسناد يې باید د لوړو زده کړو وزارت تائيد ولري.
د ۱۴م پاسانو له پاره شرايط :
• د مسلکي او تخنیکي انسټيټیوټونو او دارالعلومو د فارغانو د نمراتو د سلني اوسط باید تر 75 کم نه وي.
• تحصیلي اسناد يې باید د معارف وزارت تائيد وي.
• د ښوونکو د روزني مؤسسو(دارالمعلمین) د فارغانو د نمرو سلنه په نظر کي نه نیول کیږي.
• د دارالعلوم د څوارلسم فارغان، چي اوس برحال رسمي ښوونکي وي د نمراتو اوسط يې په نظر کي نه نیول کيږي.
یادونه: یادي فورمې د ډکولو څخه ورورسته باید د ثور تر 23 نېټې مخکي د نورو اجراآتو په موخه د محصلانو چارو آمريت ته بیرته وسپارل سي، که تر ټاکلي نېټې تسلیم نه سي مسئولیت يې د شخص پر غاړه دئ او د تحصیلي اسنادو رنګه کاپياني حتمي دي.