د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمريت لپاره نوي آمر په کار پېل وکړ 

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۲:۳۰
/

 د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمريت  لپاره نوي آمر محمد معصوم نن سه شنبه د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال پر دولسمه د وزارت د رسمي حکم په اساس په کار پېل وکړ.   

د هغه د معرفي کولو په غونډه کې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مولوي نوراحمد ايوبي، د کندهار پوهنتون د بشري منابعو امر ښاغلي مولوي سمیع الله قريشي، د سوانحو او ارزيابۍ عمومي مدير عطاء محمد  پوپل او محصلانو د خدماتو او انسجام آمريت مدیرانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.         

 د غونډي ګډون والو نوي آمر ته ښه راغلاست ووايه، او نوموړي ته يې په دنده کي د کاميابۍ دؤعاوي وکړې.

 نوي معرفي سوي آمر محمد معصوم د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو د اعتماد او باور څخه مننه وکړل او وعده يې وکړل چي په بشپړ صداقت او ایماندارۍ سره به د خپل آمريت چاري سمبالوي.