د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال په مشرۍ اداري ناسته وسوه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۳۳
/

د چهار شنبې په ورځ د مالي او اداري چارو په معاونیت کښي، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني په مشرۍ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د کارمندانو تر منځ اداري ناسته دائر سوه، چي پر مهال ئې د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د منابع بشري آمر م. ګل احمد هاشمي، د عامه پوهاوي او آړيکو آمر م. نوراحمد سليم، مالي او حسابي آمر عبدالجبار ظريفي، د تدارکاتو، تهيه او خدماتو آمر صادق نبي هوتک او اداري کارمندانو ګډون درلود.

 

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو سره پېله سوه؛ په پېل کي د اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاـ ني د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته ئې د تېري اداري ناستي د تر سره سوو اجراءاتو د راپور د وړاندي کولو تر څنګ، د چارو د ښه تنظیم او همږغۍ، د اُصولو د تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت او د ګډو همکاریو په اړه غوښتنه وکړه او همدارنګه د ځينو نورو موضوعاتو په اړه ئې لازمي سپارښتني وکړې.