د کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې فوق العاده غونډه دائره سوه

د (۱۴۴۵ هـ ق) کال د محرم پر د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي د کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې فوق العاده غونډه د دې کمېټې د مسئول پوهنیار حبیب الله پوپل په مشري دائره سوه، چي تر څنګ ئې د دې کمېټې اړوند د پوهنځیو د فرهنګي کمېټو مسئولانو، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر، د محصلانو چارو آمر او عامه پوهاوي عمومي مدیر ګډون کړی وو.
غونډه د قران کريم په مبارکو آياتو پېله سوه.
د غونډي په پېل کي ښاغلي پوپل د يادي کمېټي غړو ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته، د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړي مطابق د یادي فرهنګي کمېټې رابللو یادونه وکړه؛ورپسې ئې د اجنډا مطابق د فارغ کېدونکو محصلانو د فراغت غونډي او د پوهنځیو د فارغه کېدونکو محصلانو احصائیې اړوند موضوعات د کمېټې غړو ته وړاندي کړل، چي د کمېټې د غړو له لوري ورباندي تر مفصل بحث او مشورو وروسته پریکړه وسوه، چي د (۱۴۰۲-۱۴۰۱ هـ.ل) د (۱۲۸۶) محصلانو فراغت غونډه به ډېر ژر په منظم شکل ولمانځله سي.
او تر څنګ ئې د فرهنګي کمېټې له ټولو فرعي کمېټو څخه غوښتنه وسوه، چي عمومي ارزوني ته دي امادګي ونیسي، چي په لنډ وخت کي به ترسره سي.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.