د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دايره سوه

د ۱۴۰۱ل.کال د زمري د مياشتي پر (۵مه) نېټه د کندهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه د کندهار پوهنتون د رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده په مشرۍ ترسره سوه.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده، د عالي تحصيلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئول او د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجینېر محمد ناصر نېکزاد، د محصلانو چارو سرپرست مرستيال پوهندوی فيض الله قاضي زاده، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس؛ پوهنوال محمد زکريا اميرزاده د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل؛ انسان هر لحظه د الله جل جلاله له خوا په امتحان کي دئ؛ نو بايد غافله نه سو؛ بلکي خپلو مسئوليتو ته خاص پام وکړو؛ په ښه ډول ئې اداء کړو او د دې تر څنګ خپلو اخلاقو ته هم متوجې اوسو او له مراجعانو، مامورانو، آمرانو، استادانو او د پوهنتون له ټولو کارمندانو سره ښه او نيکه رويه اختيار کړو.هغه وويل؛ په راتلونکې اوونۍ کي د کندهار والي سره د پوهنتون د غصب سوو مځکو په اړه مجلس لرم؛ نو په دې هيله چي د دې او نورو سته ستونزو په اړه خپل وړانديزونه او نظرونه را سره شريک کړئ.د عالي تحصيلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئول او د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال انجینېر محمد ناصر نېکزاد په خپلو خبرو کي د غونډي ګډونوالو ته د اداري معاونيت د فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او زياته ئې کړه، چي را روانه اوونۍ په پوهنتون کي د لوړو زده کړو د وزير شيخ عبدالباقي حقاني په ملاتړ يو لويه غونډه دايريږي او په دې اړه دي اړوندي ادارې خپلي کړني د پلان مطابق ترسره کړي. د محصلانو چارو سرپرست مرستيال پوهندوی فيض الله قاضي زاده د محصلانو معاونيت اړوند مسايلو خبري وکړې او زياته ئې کړه، چي د کمپيوټر ساينس او ادابياتو پوهنځي پرته نور د ټولو پوهنځیانو د فراغت جدولونه وزارت ته لېږل سوي دي؛ اوس ګران محصلان کولای سي، چي د خپلو اسنادو تائيدي د وزارت څخه واخلي.ښاغلي قاضي زاده وويل؛ پوهنتون يوه اندازه ډيپلومونه لري؛ نو د هر کال فارغ محصل کولای سي د اړتيا پر مهال خپل غوښتنليک د پروسې تر بشپړولو وروسته د محصلانو معاونيت ته وسپاري. د کندهار پوهنتون د استادانو او معلوماتي بانک آمر پوهنيار محمد طاهر هاند غونډي ته وړانديز وکړه، چي د پوهنتون رهبري دي د وزارت سره د پوهنتون د اداري او خدماتي کارمندانو د تنقيص په اړه له وزارت مقام د رهبرۍ سره له نږدې وويني او په دې اړه د پوهنتون ستونزي او جوړه سوې طرحه شريکه کړي او وروسته غونډه د دؤعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.