د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه دائره سوه

د (۱۴۴۴۵هـ.ق) کال د صفري د مياشتي پر (۱۰ مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ وسوه.
په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د پوهنځيو رئېسانو، د ځینو آمریتو آمرانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د تېري شورا پرېکړو ته ئې کتنه وکړه، هغه د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ نوو مقرر سوو کارمندانو ته د وظیفوي لایحې پېژندني اړوند د ورکشاپونو دائرول او ټولو کمېټو او غونډو ته د کارمندانو لا نور پر وخت راتګ په اړه بحث وکړ.
ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د مالي او اداري چارو اړوند موضوعات د ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د پوهنځیو او آمریتونو له لوري د بودیجې پر مساوي مصرف او د پوهنتون پر تزمیماتي پلانو باندي معلومات وړاندي کړل او په اړه ئې نظرونه تبادله سول.
وروسته د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه د سمسټرونو د نهایي آزموینو، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د عمومي او متفرقه کانکور، د طب او شرعیاتو پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د نوم لیکني او سمیسټرو د پېل اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډي په پای کي د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړي پر اساس څېړنیز مرکز له پاره نوی آمر د شورا غړو ته معرفي کړل سو؛ ورپسې د انجینېري پوهنځي پخواني رئېس انجنېر عبدالغني نوري ته د هغه د ښو فعالیتو له امله مننلیک ورکول سو، او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرونو تبادلې وروسته مهم تصامیم ونیول سول.
وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.
یک شنبه ۱۴۴۵/۲/۱۰
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت