د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سوه

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د رمضان د مياشتي پر (۲۱مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه، د کندهار پوهنتون د رئېس مولوي اکرم شاه عاصم په مشرۍ وسوه.
په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي، د استادانو چارو آمر پوهنمل محمد طاهر هاند، د پوهنځيو رئېسانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
غونډه د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د هغو د صحت پوښتنه ئې وکړه؛ د تېرو کړنو د پرېکړو د ترسره کېدلو په اړه ئې پوښتنه وکړه او د بايومِټريک حاضرۍ په اړه يې خبري وکړې؛
ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د مالي او اداري چارو اړوند موضوعات د ګډونوالو سره شریک کړل؛ هغه وويل چي د روان ۱۴۰۲ هـ .ش کال په جريان کي به د پوهنتون پر سړکانو، مسجد او نورو پرمختيايي کارونو کار کوي؛ هغه د لوړو زده وزارت څخه د بايومِټريک حاضري اړوند د راغلي مکتوب په اړه خوښي څرګنده کړه؛ او وې ويلو چي ډېر ژر به د کندهار پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو حاضري د کاغذي سيسټم څخه بايومتريک ته واړوي.
همدارنګه د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ایوبي د محصلانو معاونیت اړوند مسايلو باندي خبري وکړې؛ هغه وزارت ته د فراغت جدولونو پر لېږلو، د ۱۴۰۲ کال له پاره د نوي فراغت جدولونو و ترانسکريپټو او نوي سمیسټر د شروع کېدلو په اړه بحث وکړ.
په غونډه کي د پوهنځيو رئېسانو او د غونډي ګډونوالو د پوهنتون په سطحه د سته ستونزو او مشکلاتو د حل اړوند خپل نظرونه د پوهنتون له رهبرۍ سره شريک کړل، او له خپله اړخه ئې و رهبرۍ ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډي په پای کي د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمر پوهنمل محمد طاهر هاند د ترفيعاتو نوي دوسيې و علمي شورا ته د کتلو او ارزولو په موخه وړاندي کړلې، چي د ټولو ګډونوالو له خوا تائيد سوې.
وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.