د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۹:۲۸
/

د (۱۴۰۱هـ.ق) کال د حوت د مياشتي پر (۲۹مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د کندهار پوهنتون د رئېس مولوي اکرم شاه عاصم په مشرۍ ترسره سوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقا-ني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، د پوهنځيو رئېسانو، او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چي ټول پرسونل بايد خپل مسؤلیتونه د دیني ارزښتونو او اصولو په نظر کي نیولو سره په ښه توګه مخته یوسو.

وروسته علمي مرستیال د خپلو اجراءاتو لنډ راپور او راتلونکي پلانونه د غونډي له ګډونوالو سره شريک کړل .

همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقا- ني هم د مالي او اداري چارو اړوند موضوعاتو باندي خبري وکړې او د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته يې د نوي کارټونو د ورکولو څخه يادونه وکړه .

ورپسي د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي هم د محصلانو چارو اړوند خپل معلومات شريک کړل،  نوموړي د محصلانو  د ډيپلوم او د ډيپلوم لپاره د کاغذ پر انتخاب خبري وکړې.

په پای کي غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.