د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د چارو د لا سمون د کمېټې غونډه دائره سوه

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي په کتابتون کښي د یاد کتابتون د چارو د لا سمون د کمېټې غونډه د مالي او اداري چارو د مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني په مشرۍ دائره سوه، چي پر مهال ئې د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي، د کتابتون عمومي مدير نوراحمد قران مل او د یادي کمېټې نورو غړو هم ګډون درلود.
غونډه د تل په څېر د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پېله سوه. په پېل کښي د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقاــ ني د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، او د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي کتابتون د لا ښه سمون او پرمختګ له پاره د یادي کميټې غونډه مهمه وبلله او د تېرؤ پرېکړو د ترسره کېدو په اړه د مسئولانو څخه پوښتنه وکړه؛ ورپسې د کتابتون عمومي مدیر نوراحمد قران مل د تېري غونډي تعقیبي موضوعات او په اړه ئې د سویو اجراءاتو راپورونه شریک کړل او تر هغه وروسته ئې د اجنډا مطابق د غوره کتاب د سیالۍ جوړول، له پوهنتون څخه دباندي له نورو ارګانو سره د مطالعې د سیالۍ پر جوړولو، او په کتابتون پوري اړوند نور موضوعات غونډي ته وړاندي کړل، چي تر مشورو او نظرونو شریکولو وروسته ئې په اړه اړیني پرېکړي وسوې.
د غونډي په ورستیو کي د علامه حبيبي کتابتون د لا سمون په موخه بېلابيل نظرونه تبادله سول.
وروسته غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.