د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نوو مقرر سوو استادانو ته د ظرفیت لوړوني ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۲:۱۱
/

د (۱۴۴۵ هـ .ق) کال د محرم الحرام د میاشتي پر (۱۲ مه) د کندهار پوهنتون د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د شرعیاتو پوهنځي نوو مقرر سوو استادانو ته، د مسلکي پرمختيایي مرکز د غونډو په تالار کي، د سوانحو او ارزیابي عمومي مدیر عطاء محمد پوپل د ظرفیت لوړوني په نوم ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړ.

په پېل کي د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي وینا وکړه؛ هغه نوو مقرر سوو استادانو ته ښه راغلاست ووایه، د یاد ورکشاپ پر اهمیت، اړتیا او داسي نورو مهمو موضوعاتو ئې خبري وکړې.

وروسته د سوانحو او ارزیابۍ عمومي مدیر عطاءمحمد پوپل ورکشاپ پېل کړ؛ هغه ښوونکو ته د پوهنتون د بېلابېلو اصولو پر توضیح، د محصلانو ستونزو ته پر وخت رسېدو او ځینو نورو مهمو مسایلو مفصل بحث وکړ.

د ورکشاپ په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول، او ورکشاپ په دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.