د کندهار پوهنتون د رئېس په مشرۍ د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۱۵
/

د چهارشنبې په ورځ ماپښین، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم په مشرۍ د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي، د پوهنځيو رئېسانو، د ځینو آمریتو آمرانو او اداري کارمندانو حاضر ول.

 

یاده ناسته چي د قران کریم په څو مبارکو آیاتو سره پېله سوه؛ په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. محمد اکرم شاه عاصم د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او دغه راز ئې د (امرهم شورى بينهم) مبارک آيت په رؤنا کښي د علمي شورا پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او وې ویل، چي  په دې شورا کښي د غړو پر فعاله ګډون ډېر خوښ دئ او بايد چي ټول ځکه ګډون وکړو، چي مهمو موضوعاتو ته پکښي حل‌لاره پیداکیږي، د موضوعاتو د حل په موخه مشورې او نظرونه شریکیږي او د همدې شورا له لاري د رئېسانو ترمنځ همږغي او یووالي ډېریږي.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د تېري شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه، هغه د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د فارميسي پوهنځي د څلور کلن کریکولم موضوع، د شورا له ګډونوالو سره شریکه کړه او په دې اړه د نظرو تر تبادلې وروسته مهم تصامیم ونیول سول.

 

همداراز د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاـ ني د مالي او اداري چارو د موضوعاتو تر څنګ د استادانو او اداري کارکوونکو د حاضرۍ د لا ښه کنټرول او د ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وکړې.

 

وروسته د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي د محصلانو چارو اړوند موضوعات له ګډون والو سره شریک کړل؛ هغه وویل: تر ( ۱۴۰۱ ه ش) کال پوري د کندهار پوهنتون د ټولو فارغه محصلانو اسناد ( ډیفلوم او ټرانسکریفټ) چاري بشپړي سوي او فارغان کولای سي، چي د محصلانو چارو د معاونیت څخه ئې ترلاسه کړي، او همداراز د ( ۱۴۰۲ ه ش ) کال د فارغانو نوملړ هم چمتو سوی؛ چي ژر به ئې وزارت ته ولېږي

 

د غونډي په پای کي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد  وکتل سول او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو او په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهم تصامیم ونیول سول.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.