د کندهار پوهنتون دوو استادانو ته د دوکتورا د بشپړولو په مناسب ستاينغونډه او نویو مقررو سوو استادانو ته د معرفت او ښه راغلاست غونډه دائره سوه

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي دوو استادانو: ډاکټر قدرت الله نظري، چي خپله دوکتورا ئې په ایران هیواد کښي بشپړه کړې، او ډاکټر نورالله نوري ته، چي دوکتورا ئې په ترکيې هیواد کښي بشپړه کړې، د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د ښووني او رورني پوهنځي د الحاج عبدالرحمن بابي د غونډو په تالار کښي ستاينغونډه جوړه سوه.
غونډه د تل په څېر د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د خوښي د ښودلو تر څنګ د دوکتورا له زدکړو (زده کړو) څخه راستانه سوو استادانو ته مبارکي وویله او دا ئې د کندهار پوهنتون او ښووني او روزني پوهنځي له پاره ویاړ او لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي چوپان وویل، چي لوړي زدکړي د هيواد په پرمختګ، آبادولو او د نورو هيوادو سره د افغانستان په سيال کولو کښي خورا مهم رول لري او په دې ډګر کي ډېر زيات کار او هڅو ته اړتيا سته؛ ځکه د دې هيواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسي مسئوليت دئ.
د کندهار پوهنتون د علمي مرستيال تر وينا وروسته د ښووني او روزني پوهنځي رئېس پوهنمل عصمت الله عثماني نوو مقررو سوو استادان ته ښه راغلاست ووايه؛ هغوى ئې ټولو ګډونوالو ته ور معرفي کړل؛ په علمي چارو کښي موفقيت ور ته وغوښت او په ژوند کښې ورته د برياؤ هيله څرګنده کړه.
وروسته غونډه د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
دوشنبه: ۱۴۴۵/۱/۲۰
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت