د کندهار پوهنتون او افغان ترک معارف لېسې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون او په کندهار کښي د افغان ترک معارف لېسې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د افغان ترک معارف لېسې مدیر هارون ديزي ایري، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي او اداري کارمندانو حضور درلود.
په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د دوو وروڼو هېوادونو (ترکیې او افغانستان) د خلکو تر منځ د دوستۍ ستایلو ترڅنګ، د هیواد د پوهنتونو سره د ترکیې هیواد د دوامداره همکاریو مننه او قدرداني وکړ.
ورپسې د افغان ترک معارف لېسې مدیر هارون ديزي ايري د کندهار پوهنتون د رئېس او د یاد پوهنتون له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دوی په کندهار کي د افغان ترک لېسې سره د تعلیمي پرمختګ په برخه کښي همکاري کوي او ژمنه ئې وکړه، چي يو د بل سره به پوره همکاري او مرسته کوي.
د یادولو وړه ده، چي د دواړو لوریو د سوي هوکړه لیک له مخه به، د افغان ترک معارف لېسه د کندهار پوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو کي محصلانو ته د ترکي ژبي د استادانو ترڅنګ، د ترکي ژبي د معياري نصاب د تدريسي کتابو او نورو تدريسي موادو زمینه برابره وي، همداراز به د هوکړه ليک له مخه په پوهنتون کي د ترکي ژبي د کورس په خلاصولو کي لازم کومکونه او آسانتياوي کيږي، مشترک تعليمي او کلتوري فعاليتونه به ترسره کيږي، په متقابل شکل د استادانو څخه د تعلیم اړوند استفاده کول او د کندهار پوهنتون په کتابتون کي به ترکي ساحه (کونج) برابريږي.
د غونډي په وروستیو کښي دواړو لوريو ژمنه وکړه، چي يو له بل سره به پوره همکاري او مرسته کوي، وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده