د کندهار پوهنتون اجرائیه مدیرانو ته د اداري مدیریت اړوند ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
/

د ۱۴۰۲ هـ .ش کال د سرطان میاشتي پر (۲۷مه) د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت اړوند د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د ټولو پوهنځیو اجرائیه مدیرانو او نوو مقرر سوو اداري کارمندانو ته، د مسلکي پرمختيایي مرکز د غونډو په تالار کي د سوانحو او ارزیابي عمومي مدیر عطاء محمد پوپل د اداري مدیریت په نوم ورکشاپ د قران کریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته؛ وړاندي کړ؛

په پېل کي د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي وینا وکړه؛ هغه وویل، چي ټول کارمندان باید خپل ټول کارونه نور منظم او پر خپل وخت ترسره کړي، همداراز ئې د حاضري پر وخت امضاء کول او کنټرولول، لا نور منظم او پر وخت راتګ او داسي نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.

وروسته د سوانحو او ارزیابۍ عمومي مدیر عطاءمحمد پوپل ورکشاپ پېل کړ؛ هغه د کار پر وخت، کاري رژیم، د معاش پر ورکړه، حاضرۍ، د ژمن لیک وضاحت او ځینو نورو مهمو مسایلو مفصل بحث وکړ.

د ورکشاپ په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دعوت او ارشاد آمریت د آمر په دؤعاء ویلو سره پای ته ورسېد.