د کندهار صحي علومو ( غضنفر) انسټيټيوټ د پنځو څانګو د نوم لیکونکو څخه د کانکور ازموینه واخستله سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۲
/

د کندهار ولایت د صحي علومو ( غضنفر) انسټیټیوټ د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آزموینه نن د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي له ( ۱۲۹۶) ګډون والو څخه په بریالیتوب سره واخستله سوه.

په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کښي د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د آزمویني ملي ادارې د هیئت مشر پوهنمل سید غلام محمد هاشمي، د آزمویني ملي ادارې مالي او اداري رئېس معلم احمد حقا-ني، د کندهار د صحي علومو ( غضنفر) انسټيټيوټ رئېس م. عبدالوهاب جانان صاحبزاده، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئېسانو، استادانو، د ولایت مقام او استخباراتو ریاست استازو او د کانکور ګډون والو ګډون درلود.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه؛ په پېل کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان؛ ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، هغه د آزموینو ملي ادارې او د کندهار صحي علومو انسټيټیوټ له استازو ځانګړې مننه وکړه، چي د ګډون والو له پاره ئې ټول امکانات برابر کړي، او ترڅنګ ئې د کندهار پوهنتون له ادرسه هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د کندهار د صحي علومو ( غضنفر) انستيټيوټ رئېس م. عبدالوهاب جانان صاحبزاده وینا وکړه؛ هغه د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او اداري غړو څخه د امکاناتو برابرولو او همکارۍ له امله مننه وکړه او همداراز ئې د نظم پر مراعت او د آزموینو ملي ادارې د ټولو اصولو پر ځای کولو غوښتنه وکړه.

د غونډي په وروستیو کي د هیواد د آزمویني ملي ادارې د راغلي هیئت مشر پوهنمل سید غلام محمد هاشمي د آزمویني پر تخنیکي اړخ مفصلي خبري وکړې؛ هغه زیاته کړه چي په سږني کانکور کي د کندهار صحي علومو انسټيټيوټ د پنځو څانګو له پاره (۱۲۹۶) کسانو ګډون کړی، چي په دوو جلا وختونو کي به ئې ازموینه واخیستله سي، هغه زیاته کړه، چي ګډون وال کولای سي د پښتو او دری ترڅنګ په عربي او انګرېزي ژبو هم سوالونو ته جوابونه ورکړي.

 

تر یادو مقدماتي خبرو وروسته د آزمویني بکسونه د هیئت او محصلانو په حضور کي خلاص سول او آزموینه په شفاف ډول واخستله سوه.

 

جمعه ۱۴۴۵/۲/۲۹

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۵
Background image

د کندهار او کابل پوهنتونو شرعیاتو پوهنځيو ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سو

د پنجشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي سره د مرستي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۲
Background image

د کندهار صحي علومو ( غضنفر) انسټيټيوټ د پنځو څانګو د نوم لیکونکو څخه د کانکور ازموینه واخستله سوه

د کندهار ولایت د صحي علومو ( غضنفر) انسټیټیوټ د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آزموینه نن د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي له ( ۱۲۹۶) ګډون والو څخه په بریالیتوب سره واخستله سوه.

په همدې موخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۹:۵۹
Background image

د ارګونومیکس (د کار او د کار د ځای څخه د راولاړ سوي روغتیايي ستونزي) اړوند معلوماتي سیمینار دائر سو.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د کندهار پوهنتون د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي د پوهنتون کارمندانو ته د ارګونومیکس. . .

BACK TO NEWS