د کندهار او کابل پوهنتونو شرعیاتو پوهنځيو ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۵
/

د پنجشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي سره د مرستي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاري، د کابل پوهنتون رهبري او د شرعیاتو پوهنځي استادانو برخه اخیستې وه.

نوموړی هوکړه لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ماسټرۍ پروګرام، څېړنیزو او  تدریسي مسایلو، د استادانو روزني، سمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو په اړه ترسره سو.

د کابل پوهنتون رئېس دکتور اسامه عزیز د کندهار پوهنتون رهبرۍ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موضوع د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د یاد هوکړه لیک د ټولو برخو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم د نوموړي هوکړه لیک له پلي کېدو ډاډ ورکړ او هغه یې په علمي مسایلو کي د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي مهمه لاسته راوړنه یاده کړه.

 د کندهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاري او همدارنګه د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئېس ښاغلي شیخ عبدالمعید ابوالجراد یاد هوکړه لیک د مرستي په برخه کي د مهمو مسایلو له امله ټولنیز او بډایه یاد کړ.

د یادوني وړ ده د غونډې په وروستيو کي د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئېس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر، چې په یاده غونډه کي برخه اخیستې وه؛ د کندهار پوهنتون فارمسي پوهنځي سره د مرستي چمتووالی وښوود، په پام کي ده؛ چي په راتلونکي کي به په دې برخه کي هم هوکړه لیک لاسلیک سي.

شنبه ۱۴۴۵/۲/۳۰

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۵
Background image

د کندهار او کابل پوهنتونو شرعیاتو پوهنځيو ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک سو

د پنجشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي، د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي سره د مرستي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۲۰:۲
Background image

د کندهار صحي علومو ( غضنفر) انسټيټيوټ د پنځو څانګو د نوم لیکونکو څخه د کانکور ازموینه واخستله سوه

د کندهار ولایت د صحي علومو ( غضنفر) انسټیټیوټ د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آزموینه نن د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي له ( ۱۲۹۶) ګډون والو څخه په بریالیتوب سره واخستله سوه.

په همدې موخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۹:۵۹
Background image

د ارګونومیکس (د کار او د کار د ځای څخه د راولاړ سوي روغتیايي ستونزي) اړوند معلوماتي سیمینار دائر سو.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د کندهار پوهنتون د څېړني د مرکز د طبیعي علومو کارپوه ویس محمد لعلي د پوهنتون کارمندانو ته د ارګونومیکس. . .

BACK TO NEWS