د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار مسئولان او سلونه محصلان حاضر ول.

 

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم ټولو فارغانو ته مبارکي وویله، د کمپیوټر زده کړي د ارزښت د بیانولو ترڅنګ ئې په خپلو خبرو کي وویل: اوس الحمدالله؛ الله جل‌جلاله ټولو ته د ښه خدمت کولو زمینه برابره کړې، راسئ ځوانانو ټول په ګډه د نظام، هیواد او ټولني پرمختګ ته ملا وتړو او ټول ېو او بل ته د ورورولۍ لاسونه سره ورکړو.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي تېر ېو کال کښي، د پوهنتون په سطحه د خپلو فعالیتو او لاسته راوړنو راپور شریک کړل، چي په خبره ئې، تېر کال کښي زرونه محصلانو ته مختلف علمي او مسلکي د ظرفیت لوړوني سیمینارونه او ورکشاپونه دائر سوي، او هم ئې دوی ته، د علمي سېر کولو، د عملي کارو او په ورزشي برخو کښي بېلابېلي آسانتیاوي رامنځ ته کړيو چي لا به هم دا لړۍ ادامه ولري.

 

د ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS