د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ۱۷۰ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت لیکونه ورکول سول

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۷:۱۳
image


د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ۱۷۰ محصلان له درې میاشتني زده کړو وروسته فارغه کړل، چي په همدې موخه یاد آمریت د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان او سلونه محصلان حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: «د ظرفیت لوړوني دا ډول پروګرامونه د محصلانو له پاره ښه فرصتونه دي؛ زموږ هڅه دا ده، چي د تدريس ترڅنګ، په لنډ مهالو کورسونو کښي محصلانو ته عملي مهارتونه هم ور زده کړو.»

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي هم فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: «کندهار پوهنتون د محصلانو د مسلکي ودي له پاره بېلابېل وړیا پروګرامونه شروع کړي؛ دغه لړۍ به دوام ولري او حتی د راروانو درې میاشتنيو رخصتیو پر مهال به د هم ظرفیت لوړوني کورسونه تنظیمېږي.»

د غونډي وروستۍ وینا د کندهار پوهنتون رئېس محترم شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي وکړه؛ هغه فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د یاد کورس ارزښت ته اشاره وکړه او زیاته ئې کړه: «تاسي بختور یاست، چي له داسې پروګرامو څخه ګټه اخلى؛ هغه وويل، چي د پوهنتون رهبري هڅه کوي، چي تاسي ته هم درسي او هم د ظرفيت لوړوني روزنيز پروګرامونه برابر کړي؛ تاسي باید خپل ژوند د علم په لاسته راوړلو، عبادت او د ټولني د خدمت له پاره وقف کړئ.»

ښاغلي طیبي صاحب، محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي د ورورګلوۍ، اتفاق، اخلاص او خدمت روحيه وساتئ؛ د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.

د ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۷