د کمپپوټر ساینس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ
تېره اونۍ د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلرم کال محصلانو د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو په موخه د پېل کړي لړۍ په دوام، کابل ته علمي سېر وکړ، چي ملتيا ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي او د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد کوله.
محصلانو کابل ته د خپل اته ورځني علمي سېر پر مهال، د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د یاد پوهنتون د IT آمریت او Server Room، د افغان قاسموس سافټوېر جوړوني شرکت، ملي موزیم او نور تفریحي او تاریخي ځایونه وکتل او هم ئې په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
د کندهار پوهنتون دکمپپوټر ساینس پوهنځي استاد ن. پوهنیار حکمت الله امید، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کښي پوره معلومات ورکړل.
همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د خپلو عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اوږدمهاله مهم علمي سفرونه برابروي.