د کتاب ارزښت اکاډيمي مسئولانو او شاګردانو په کندهار پوهنتون  کي نيالګي کښېنول

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۶
/

/۱۹ شعبان / ۱۴۴۴

د پسرلي په رارسېدو سره؛ نن یکشنبه د کتاب ارزښت اکاډيمۍ مسئولانو او د ابتدائیه دورې با احساسه زده کوونکو د کندهار پوهنتون د چاپيريال ساتني د کمېټي د مسؤل پوهنمل عطاء الله محمدي سره ېو ځاى؛ د کندهار پوهنتون د زرغونتیا له پاره لسګونه نیالګي په کندهار پوهنتون کې کښېنول.

د کتاب ارزښت اکاډيمي مسؤلانو وويل، چي پاک، ښکلی او ښېرازه چاپیریال د اکاډيمیکو ماحولو مؤثریت زیاتوي؛ نو ځکه ئې د چاپیریال د ساتلو، عامه پوهاوي او په زده کوونکو کي د ملي او اسلامي احساس د ژوندي کولو په خاطر؛ نن ورځ د ابتدائیه دورې شاګردان د نیال کښېنولو له پاره کندهار پوهنتون ته راوستل.

وروسته شاګردان کتابتون، لابراتوار او د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو او انګرېزي څانګو ته بوتلل سول او ښاغلي محمدي و پوهنيار احمدظاهر ولي هغوى ته د يادو څانګو په اړه لنډ معلومات ورکړل؛ ورپسې شاګردانو لابراتوار وکوت او بيا د علامه حبيبي کتابتون ته بوتلل سول

د یادي اکاډيمي مسؤل زياته کړه چي تل کوښښ کوي په زده کوونکو کـې ملي او اسلامي احساس ژوندی وساتي.

د کندهار پوهنتون د زرغونتيا او چاپېريال ساتني کمېټې مسئول ښاغلي محمدي د کتاب ارزښت اکاډيمي له مسئولانو او زده کوونکو څخه، چي د پوهنتون چاپېريال خپل چاپېريال بولي او خپل زده کوونکي په اسلامي او ملي احساس باندي روزي؛ مننه وکړه.

په پاى کښي د کتاب ارزښت اکاډيمي مسئولانو او شاګردانو د کندهار پوهنتون د ادارې له مرستي څخه مننه وکړه، چي هغوى ته ئې د يادو ځايو د ليدني او معلوماتو په ورکولو په برخه کښي وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

په کندهار پوهنتون کي د نیالګیو ایښووني کمپاین پیل سو

د ۱۴۰۱ل. کال د حوت د میاشتي پر ۲۹ مه نېټه په کندهار پوهنتون کي د نیالګیو ایښووني لړۍپیل سوه چي په لړ کي به يې  ۱۵۰۰ نيالګي کښېنول سي .

په دې لړۍ کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرشاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کندهار پوهنتون د ترانسپورټي وسايلو د ښه حفاظت په موخه ودانيزي چاري پېلي سوې

د کندهار پوهنتون د پرمختيايي کارو په لړۍ کي نن شنبه د (۱۴۰۱هـ.ش) کال د حوت پر (۲۷مه) د کندهار پوهنتون د ټرانسپورټي وسايلو د ښه حفاظت په موخه ودانيزي چاري پېلي سوې.

د کندهار پوهنتون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د کتاب ارزښت اکاډيمي مسئولانو او شاګردانو په کندهار پوهنتون  کي نيالګي کښېنول

/۱۹ شعبان / ۱۴۴۴

د پسرلي په رارسېدو سره؛ نن یکشنبه د کتاب ارزښت اکاډيمۍ مسئولانو او د ابتدائیه دورې با احساسه زده کوونکو د کندهار پوهنتون د چاپيريال ساتني د کمېټي د مسؤل پوهنمل عطاء. . .

BACK TO NEWS