د کاري او اداري مهارتو د زدکړي (زده کړي) روزنیز ورکشاپ فراغت غونډه جوړه سوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۱
image

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت، د څلرم ټولګیو محصلانو له پاره د کاري زدکړو (زده کړو) او اداري مهارتو د زدکړي روزنيز ورکشاپ فراغت غونډه جوړه کړه، چي په دې غونډه کښي د رهبرۍ غړي، د پوهنځیو رئېسانو، استادان او اداري کارمندان حاضر ول.

غونډه چي د قرآن الکریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتلولو پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې داسي روزنیز ورکشاپونه د محصلانو د ظرفيت لوړوني له پاره ډير مهم او اړين وبلل او د هغو استادانو څخه چي دا ورکشاپ ئې پر مخ وړی؛ ډېره مننه وکړه.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ايوبي وویل: د کندهار پوهنتون رهبري همېشه په دې هڅه کښي ده، چي د خپلو محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره بېلابېل کورسونه؛ ورکشاپونه او سیمینارونه په غیر رسمي وختو کښي دائر کړي؛ چي دا مهال په پوهنتون کښي دننه د انګرېزي، عربي، پښتو او دري ژبو د زدکړي کورسونه شروع دي او محصلان کولای سي، چي د یادو کورسونو څخه په وړیا ډول استفاده وکړي.

ورپسې د ياد ورکشاپ لارښود استاد عبدالحلیم روښان وويل: په ياد ورکشاپ کښي ۱۳۰ محصلانو ګډون کړی وو، چي د دفتري اخلاقو، اغېزمنو اړيکو، C.V ليکني، راپور ليکني، برېښنالیک او مکتوب ليکني، د دندې مرکې، د دندې لټون او نورو اړینو کاري او اداري مهارتو په برخه کښي د اقتصاد، عامه ادارې او پاليسي او د شرعیاتو پوهنځي باتجربه استادانو معلومات ورته وړاندي کړل.

د غونډي په وروستيو کښي فارغو سوو محصلانو ته د ورکشاپ د فراغت سندونه ورکړل سول او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۳