د کابل د ښووني او روزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه
د کابل د ښووني او روزني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په مشري، د ياد پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه، چي پر مهال ئې، د ياد پوهنتون د ځينو څانګو آمران، استادان او د دعوت او ارشاد آمر هم حاضر ول.
د ليدني په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون رهبرۍ او محصلانو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون محصلان د کندهار پوهنتون له نيژدې ويني؛ ښاغلي طیبي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون رهبرۍ او محصلانو ته له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
وروسته د کابل د ښووني او روزني پوهنتون رهبرۍ غړو او محصلانو د کندهار پوهنتون د پوهنځیو، مرکزي لابراتو، کتابتون او ځينو نورو برخو څخه ليدنه وکړه او هم د يادو برخو مسئولانو راغلو مېلمنو ته د يادو مرکزو په اړه پوره معلومات ورکړل.
د يادولو وړ ده، چي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون رهبري او محصلانو په کندهار کښي، د عینو مېني، احمدشاه بابا زیارت، خرقې شریفي، میرویس نیکه زیارت او داسې نورو مهمو او تاریخي ځایو څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ځایو په اړه محصلانو ته لازم او اړین معلومات ورکول سول.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۲۷