د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د کندهار ملي ټلوېزيون او شريعت ږغ راډيو څخه ليدنه وکړه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۱۵
image

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د کندهار ملي ټلوېزيون او شريعت ږغ راډيو څخه ليدنه وکړه

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورنالیزم څانګي محصلانو د عملي زده کړو په موخه د کندهار ملي ټلوېزيون او شريعت ږغ راډيو څخه ليدنه وکړه؛ هلته ئې له نږدې د رسنيزو چارو له بهير، تخنيکي وسايلو او د خپرونو عملي کارونه وليدل او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل؛

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس پوهنمل سید انور شاه عابد صاحب د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وويل: له دې ډول علمي سېرو څخه موخه دا ده، چي د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د محصلانو له پاره، د نظري زده کړو تر څنګ عملي زمينه هم برابره سي؛ تر څو وکولای سي د زدکړو (زده کړو) پر مهال لازم مهارتونه ترلاسه کړي او په راتلونکي کښي رسنيز سکټور ته غوره کادرونه وړاندي سي.

محصلان د خپل علمي سېر پر مهال د لوړو زده کړو وزارت، د کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ او د ژورناليزم او عامه اړيکو  پوهنځي له استادانو څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.

د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي او د کندهار ملي ټلوېزیون او شریعت ږغ راډیو ترمنځ د سته همکارۍ پر بنسټ، د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد د کندهار شریعت ږغ راډیو کارکوونکو ته د ژورنالیزم په برخه کښي د ویاندۍ، پروډیسرۍ او د خپرونو د تولید په برخه کښي اوونیز سيمينار وړاندي کړ.

نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٥