د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کرکيټ سيالۍ پاى ته ورسېدې
د پنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د څلرم او دريېم صنف محصلانو تر منځ د يوالي او پرمختګ په نوم، د کرکیټ پنځلس ورځنۍ جوړي سوي سیالۍ، د خاصو مراسمو په ترڅ کښي پای ته ورسېدې.
په همدې موخه په جوړ سوو مراسمو کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي وویل: هڅه کوو، چي د محصلانو له پاره د ورزش په برخه کښي، لا هم زیات امکانات برابر کړو، هغه زياته کړه، د کندهار پوهنتون رهبرۍ د خپلو محصلانو په بشپړ ډول ملاتړ کوي او د بېلابیلو اړخو ترڅنګ د سپورټ په برخه کي هم د کار کولو له پاره ژمن دي.
همداراز د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي رئېس پوهنیار سید انور شاه عابد د سپورت کمېټې له غړو او محصلانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دې سياليو په تنظيم او د لوبغاړو په هڅونه کښي ئې پوره هڅه کړې او دا ډول پروګرامونه ئې د ورزش د فرهنګ د پرمختګ له پاره غوره اقدام یاد کړ.
د یادولو وړ ده، چي د دې سیالیو وروستۍ لوبه د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د دریېم صنف محصلانو د څلرم صنف د محصلانو څخه په پنځو وېکټو وګټله، او غورو لوبغاړو ته مسئولانو جائزې ورکړلې.