د چنګاښ د میاشتي د علمي شورا ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د چنګاښ (سرطان) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئېسان، د ځینو آمریتو آمران او ځيني اداري کارمندان حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو ته ښه راغلاست ووايه؛ د تېري شورا د پرېکړو پر تعقیب ئې خبري وکړې او د چارو د ښه ترسره کولو په برخه کي ئې د اړوند مسئولانو څخه مننه وکړه.
ورپسې په ناسته کښي د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل.
د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي، و HEMIS ته د نؤمره پر رسولو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د تنفیذ پر پرېکړو، د پوهنتون د سټراټیژیک پلان( ١٤٠١ - ١٤٠٥) په رؤنا (رڼا) کي د پوهنځيو د سټراټیژیکو پلانو پر جوړولو، د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تشبثاتو څانګي د ماسټرۍ برنامې د پروپوزل پر تائیدي، د کندهار پوهنتون د نړۍوالو ژورنالو پر راتلونکو پلانو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول؛ پر ځینو متفرقه مسایلو بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۶