د ځغاستي په بازۍ کښي، د انجينېري پوهنځي محصل اول مقام تر لاسه کړ

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
image

 

 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د محصلانو تر مېنځ د ځغاستي بازي جوړه کړه، چي په دغه بازي کښي، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو څخه غوره سوي، ۲۸ محصلانو ګډون درلود، چي ۱۱۰۰ متره ئې وځغستل او لومړي مقام ګټونکي د انجينېري پوهنځي محصل ښاغلي احمد تمیم په (۳دقیقو او ۲۲ثانیو)، دوهم مقام ګټونکي د عامه اداري او پاليسی پوهنځي محصل ښاغلي حزب الله په (۳دقیقو او ۲۴ ثانیو) او درېیم مقام ګټونکي د عامه اداري او پاليسی پوهنځي محصل ښاغلي نهیب الله، په (۳دقیقو او ۲۶ ثانیو) کښي ټاکله سوې لاره ووهله، چي وروسته د پوهنتون د رهبرۍ غړو د لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونکو لوبغاړو ته انعامونه ورکړل.

 

په همدې موخه جوړ سوو مراسمو کي د ورزش عمومي مدیریت مدیر ښاغلي جمیل احمد همت د اړونده پوهنځيو د ورزشي کمېټې د مسئولانو او همدارنګه د بدني روزني د څانګي د استادانو څخه مننه وکړله، چي د يادي ځغاستي سیالۍ په تنظیمکي همکاره وه.

 

د یادوني وړ ده، چي په راتلونکې اونۍکي به د (کندهار پوهنتون جام) په نوم د فوټبال بازۍ هم پېل سي.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۱