د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي محصلانو علمي سېر وکړ
د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د دوهم ټولګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو په موخه د پېل کړي لړۍ په دوام، د لوی احمدشاه بابا د مور (زرغونې انا) زیارت ته تللي؛
په دغه علمي سېر کښي، اول محصلان د زرغونې انا زيارت ته ولاړل او هلته د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاءالله محمدي د زرغونې انا د ژوند، د زړه ورتیا او شهامت په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي محمدي وویل: زرغونې انا نه ېوازي دا چي د افغانانو د معنوي بابا، د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي او د خپل زوی لوی احمدشاه بابا رحمه الله روزنه او پالنه د هغه د ژوند له لومړۍ ورځي څخه تر ځوانۍ پوري کړې وه؛ بلکي کله چي په (۱۷۴۷م.) کال، افغانانو د ېوې ستري تاریخ جوړونکي جرګې د پرېکړي له مخه احمدشاه بابا رحمه الله د خپل حکومت، نظام او دولت مشر غوره کړ؛ نو زرغونې آنا احمدشاه بابا ته مشورې ورکولې او د ژوند تر پای پورې ئې د بابا د اولي او ستري سلاکاري رول اداء کاوه.
همداراز په دغه علمي سېر کښي، د زرغونې انا د ژوند او تاریخي کارنامو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول او محصلانو د ياد زيارت په اړه خپل معلومات په ترتيب له ټولو سره شريک کړل؛ محصلان د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د ښووني او روزني پوهنځي؛ په ځانګړي ډول د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د آمر او استادانو څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.
په ورته مهال، محصلان د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په ځانکړي ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسئولانو څخه ځانکړې مننه کوي، چي په کندهار کښي ئې، د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره بیا ورغوله او سېلانیانو له پاره ئې د سیاحت زمېنه چمتو کړه.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۰