د پوهنځیو تر منځ د ېووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سیالۍ پېلي سوې

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۴:۱۹
/

په کندهار پوهنتون کښي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په هڅو د محصلانو د تشویق په موخه د پوهنځیو تر منځ د ېووالي او ورورولۍ په نوم ېوه میاشتنۍ د فوټبال سیالۍ پېلي سوې

په همدې موخه په جوړ سوو مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي  وویل: هڅه کوو، چي د محصلانو له پاره د ورزش په برخه کښي، لا هم زیات امکانات برابر کړو، هغه زياته کړه، د کندهار پوهنتون رهبرۍ د خپلو محصلانو بشپړ ډول ملاتړ کوي او د بېلابېلو اړخو ترڅنګ د سپورټ په برخه کي هم د کار کولو له پاره ژمن دي.

همداراز د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر م. محمد معصوم ذاهد دا ډول پروګرامونه د ورزش د فرهنګ د پرمختګ له پاره غوره اقدام یاد کړ، هغه وویل: چي له یادو سیالیو د پېل څخه ئې موخه د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو د محصلانو تر منځ ورورولي او د ېو او بل سره خپلي تجربې شریکول دي.

د یادولو وړ ده، چي په دې سیالیو کښي، دا مهال دوې سیالۍ سوي، اوله سیالي طب پوهنځي ګټلې، او دوهمه د انجینېری او اقتصاد ترمنځ صفر مساوي پای ته رسېدلې.